مالیې وزارت تایید کړه، چې ځینو سوداګرو غنم احتکار او بهر ته وړي

4 جوزا 1401 ساعت 9:18

د افغانستان د مالیې وزارت تایید کړه، چې یو شمېر سوداګرو د حاصلاتو په وخت غنم احتکار کړي او له افغانستانه یې بهر وړې دي.


د افغانستان د مالیې وزارت تایید کړه، چې یو شمېر سوداګرو د حاصلاتو په وخت غنم احتکار کړي او له افغانستانه یې بهر وړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي، د سوداګرو دا کار د دې سبب شوی دی چې د غنمو بیې په افغانستان کې لوړې شي.

د مالیې وزارت ویاند وايي، د اوس لپاره افغانستان د غنمو له پلوه په ځان بسیا نه دی.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت تېره اوونۍ ټولو ګمرکونو ته امر وکړ چې تر دې وروسته دې بهر ته د غنمو د صادراتو مخه ونیسي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150852

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150852/

جمهور
  https://www.jomhornews.com