کابل کې د سټنګر توغندیو پنځه قاچاق کوونکي نیول شوي

4 جوزا 1401 ساعت 9:20

د کورنیو چارو وزارت وايي، پنځه تنه یې دقاچاق او دوه سټنګر توغندیو د خرڅلاو په تور نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، پنځه تنه یې دقاچاق او دوه سټنګر توغندیو د خرڅلاو په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبر د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو او فساد سره د مبارزې مشر مولوي محمد مامور حنفي پرون سه شبنه د غبرګولي ۳ مه په خپل ټوېټر خپور کړی دی.

نوموړي په ټوېټر لیکلي، چې دا کسان یې د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې نیولي دي.

هغه ویلي«دوه بریتانیایي سټینګر توغندي مو کشف کړل، د خلکو مرسته د دې عملیاتو د بریا اصلي سبب دی.

ښاغلي حنفي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150853

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150853/

جمهور
  https://www.jomhornews.com