د م م امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده

4 جوزا 1401 ساعت 9:23

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د ښځينه وو د حقونو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو اندېښنه لري.

سرچینې زیاته کړې، نوي افغان حکومت ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو د کار او زده کړو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، پر ملکي وګړو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یونما دفتر ته دنده سپارلې چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري، له ټولو مسوولو کسانو سره په اړیکه کې وي او د هر ډول بدلون په اړه ژر تر ژره ملګرو ملتونو او عمومي منشي ته معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150855

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com