د اروپايي ټولنې سفیران د افغانستان په اړه غږېدلي دي

4 جوزا 1401 ساعت 10:04

د اروپايي ټولنې د افغانستان د اوسنی وخیم حالت په اړه د تصمیم نیولې غونډه او په دې تړاو یې خبرې اترې کړې دي.


د اروپايي ټولنې د افغانستان د اوسنی وخیم حالت په اړه د تصمیم نیولې غونډه او په دې تړاو یې خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د دغه ټولنې سفیر آنډرس وان برنټ وايي، د اروپايي ټولنې سفیرانو پرون سه شنبې د غبرګولي ۳ مه د افغانستان په اړه ناسته درلوده.

هغه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په خاطر د یوې ډاډمنې لارې پر رامنځ ته کولو هم خبرې کړې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو وايي، دا ناسته مجازی وه او د اروپايي ټولنې تر څنګ د ځینو نورو هېوادونو استازو هم په کې ګډون درلود.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې زیاتې شوې دي.

پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه درلوده او په کې یې په اوسنی وضعیت اندېښنه وشوده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، نړۍ پر افغان مېرمنو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدویتونو لرې کول غواړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې غونډې او اعلامیې ته په اشارې دغه څرګندونې په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.

نوموړي د امنیت شورا له اعلامیې وروسته لیکلي، چې نړۍ په متحدانه توګه پر افغان مېرمنو د لګولو شویو بندیزونو لرې کول غواړي.

هغه ویلي«نړۍ په افغانستان کې له متحدیتونو پرته بشري سرچینو او بشردوستانه بنسټونو ته د لاس کارکوونکو لاس رسۍ او د افغانستان ثبات او اقتصادي وده غواړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو وروستۍ اعلامیه خورا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه باید لرې کړای شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د ښځينه وو د حقونو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو اندېښنه لري.

سرچینې زیاته کړې، نوي افغان حکومت ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو د کار او زده کړو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، پر ملکي وګړو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یونما دفتر ته دنده سپارلې چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري، له ټولو مسوولو کسانو سره په اړیکه کې وي او د هر ډول بدلون په اړه ژر تر ژره ملګرو ملتونو او عمومي منشي ته معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 150864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com