۰
د پوهنې وزارت:

د نجونو د ټولو ښونځیو د پرانستلو لپاره خبرې روانې دي

دوشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۴
د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې د نجونو د ټولو ښونځیو د پرانستلو لپاره خبرې اترې او ناستې روانې دي.
د نجونو د ټولو ښونځیو د پرانستلو لپاره خبرې روانې دي
د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې د نجونو د ټولو ښونځیو د پرانستلو لپاره خبرې اترې او ناستې روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي، اوسمهال په افغانستان کې لس میلیونه ماشومان په زده کړو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، دوی هڅه کوي چې د سواد زده کړې، دیني مدرسو او سیمه ییزو ټولګیو په رامنځته کولو سره ټولو افغانانو ځانګړې توګه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د پوهنې وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیسلو لپاره ناستې دوام لري او اسلامي امارت هڅه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې هم دیني مدرسې جوړې کړي څو هېڅ افغان ماشوم له زده کړو محروم نه شي.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو مخکې په افغانستان کې ۳.۵ میلیون افغان ماشومان له زده کړو بې برخې وو خو د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته له زده کړو د بې برخې ماشومانو د شمېر په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي