د امریکا استازي د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغانستان خبرې کړې

11 جوزا 1401 ساعت 10:09

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ تاجکستان ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین سره یې کتلي دي.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ تاجکستان ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین سره یې کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېسټ او مهر الدین پرون سه شنبه د غبرګولی ۱۰ مه سره لیدلي او پر افغانستان یې خبرې کړې دي.

د رسمي معلوماتو پر اساس وېست او مهرالدین د افغانستان تر څنګ د ترهګرۍ سره پر نړیوالې مبارزې هم خبرې اترې کړې دي.

تاجک چارواکي وايي، دوی له امریکا سره د دواړو هېادونو تر منځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا او پرمختګ هم خبرې کړې او له افغانستان سره یې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

ویل کېږي وېسټ به تاجکستان کې له مېشت یو شمېر افغان سیاسیونو له هغې ډلې د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره هم وګوري.

د دې تر څنګ ټاکل شوې وه، دوشنبې کې وېسټ یو خبري کنفرانس هم ورکړي، خو د نامعلومه لایلو له امله دغه غونډه لغوه شوې ده.
 
د یادونې ده، چې وېسټ تر دې وړاندې ترکیې ته تللی و او هلته یې هم د یو شمېر تښتېدلو افغان سیاسیون او ګوندونو له استازو سره خبرې اترې کړې وې.

د دغه لیدونو په اړه پوره جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل کېږي، وېسټ له دغه سیاسیونو سره د طالبانو له خوا د لویې جرګې پر جوړېدو خبرې کړې، چې ځینو هغو په کې د ګډون لېوالتیا ښودلې او ډېری نورو غوټه جرګه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151096

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151096/

جمهور
  https://www.jomhornews.com