د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې وايي، نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې لوږه او بېوزلي د پراختیا په حال کې ده او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
د دغه نړیوالې ادراې د ښځو د برخې مسوولې هېدر بار وايي، نړیوالې ټولنې او د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د اقتصادي ودې لپاره په ګډه کار وکړي او روان بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي چې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د ژمي تر را رسېدو مخکې د خلکو اړتیاوې پوره او ستونزې حل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل