یونیسف د افغان ماشومانو پر خوارځواکۍ اندېښنه ښودلې

14 جوزا 1401 ساعت 9:08

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوول محمد اګ ایویا افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوول محمد اګ ایویا افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د افغانستان څانګې مشر محمد اګ ایویا په خپله ټویټر پاڼه  لیکلي چې په کابل او پروان کې یې د ماشومانو له څو روغتونونو لیدنه کړې ده.

نوموړي د دغو روغتونونو په اړه ویلي، په دغو روغتونونو کې یو شمېر خوارځواکي ماشومان مري.

د یونیسف چارواکي دا هم لیکلي چې هغه له هغو میندو سره لیدلي چې د خپلو ماشومانو د وضعیت له ښه والي څخه ناهیلي وې.

تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړی و.

دغې ادارې په دې وروستیو کې ویلي وو چې که په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي، ښايي یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 151176

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151176/

جمهور
  https://www.jomhornews.com