متقي: له هېڅ ګاونډي هېواد سره ستونزه نه لرو

15 جوزا 1401 ساعت 9:29

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا ویلي، چې افغان حکومت له هېڅ ګاونډي هېواد سره کومه ستونزه نه لري.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا ویلي، چې افغان حکومت له هېڅ ګاونډي هېواد سره کومه ستونزه نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي چې پرون شنبې د غبرګولي ۱۴ مه کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې افغانستان له ټولو هېوادونو په تېره بیا له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

ښاغلي متقي ویلي«له ټولې نړۍ سره مو بهترین متوازن سیاست پرمخ بوت، نن له یوه ګاونډي سره هېڅ ډول ستونزه نه لرو، نن شېرخان بندر هم ازاد دی. حیرتان، تورغونډۍ، اسلام کلا، سپین بولدک او تورخم هم ازاد دي، له ټولو سره حسنه روابط لرو.»

متقي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغانستان د طالبانو پر بیا واکمنېدو ۹ نیمې میاشتې اوړي، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151220

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151220/

جمهور
  https://www.jomhornews.com