۰

سورصلیب: افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ۴۷ سلنه لوړې شوې

شنبی ۲۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۴
هېواد کې د خوراکي توکو له لوړېدو وروسته د سره صلیب مسوولین وايي، چې په کورنیو بازارونو کې د اوړو بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې او ځينې کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري.
سورصلیب: افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ۴۷ سلنه لوړې شوې
هېواد کې د خوراکي توکو له لوړېدو وروسته د سره صلیب مسوولین وايي، چې په کورنیو بازارونو کې د اوړو بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې او ځينې کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېټې ویاند لسین کريسټین ویلي، د بانکي سیسټمونو ناوړه اغېز، د نقدو پیسو نشتوالی، د ګټې له لاسه ورکول او په وروستیو میاشتو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیې لوړېدو پر خلکو اغېز کړی دی.

اوس د یوې بورۍ اوړو بیه چې تېرو کلونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغانۍ وه، په وروستیو میاشتو کې ۲۷۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

دغه راز غواړي، چې کال وړاندې په ۱۵ سوه و اوس تر ۳ زره افغانۍ اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال ختيځو بازارونو کې چې د افغانستان د غلو سرچينه بلل کېږي، د يوه من غنمو بيه شاوخوا ٤٠٠ افغانيو ته رسېدلې وه، خو د غنمو د فصل په را رسېدو سره دغه بيه يو څه راټيټه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي