۰

کرکټ: افغانستان په ۲۰ اوریزه لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه

یکشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۱
د شل اوریزه لوبو لړۍ کې هم افغانستان خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې له ملي بولډلې څخه د شپږو ویکټو په درلودلو سره وګټله.
کرکټ: افغانستان په ۲۰ اوریزه لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه
د شل اوریزه لوبو لړۍ کې هم افغانستان خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې له ملي بولډلې څخه د شپږو ویکټو په درلودلو سره وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او زبمابوې د ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ پرون شنبې د غبرګولي ۲۱ مه د زمبابوې په کوربتوب په هرارې لوبغاړي کې پیل شوه.

د لومړۍ لوبې پچه یا ټاس کوربه لوبډلې وګاټه او لومړی یې خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې د افغان توپ اچوونکو له خوا ځوان لوبغاړي نجات مسعود چې دا یې لومړۍ نړیواله لوبه وه درې ویکټې واخیست.

د لوبې په دویمه پاڼې کې افغان لوبډله د هدف پوره کېدو لپاره میدان ته راګوزه شوه، چې د حضرت الله ځاخي او رحمن الله ګربز ملګرتیا په زړه پورې وه.

ځاځي په ۲۶ توپونو ۴۵ او ګربز په ۲۵ توپونو ۳۸ منډې وکړې.

تر ګربز او ځاځي وروسته نجیب الله ځدران او محمد نبي هم په زړه پورې لوبه وکړه او د لوبې په ۲۰ اور کې یې د شپږو ویکټو په درلودو سره ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې وګټله.

نجیب الله ځدران ۴۴ ناسوځېدلې چټکې منډې وکړې او محمد نبي بیا به ۸ توپونو ۱۵ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی نجیب الله ځدراڼ شو خو هغه خپل مډال ځوان بالر نجات مسعود ته ډالۍ کړ.

د دواړو لوبډلو تر منځ نن یکشنبې د غبرګولي ۲۲ مه هم لوبه شته او درېیمه لوبه به یې د راتلونکې سه شنبې په ورځ تر سره شي.

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې د پنخوس اوریزه لوبو لړۍ، چې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام سیالیو لپاره خورا مهمه وه، درې صفر له زمبابوې ګټلې ده.

د دغه دریو لوبو په ګټلو سره د افغان لوبډلې ۳۰ نمرې زیاتې او دا مهال د نړیوال جام غوراوي د جدول په دویم قطار کې ځای لري.

افغانستان له هند، سریلانکا، استرالیا او پاکستان سره هم ۱۲ لوبې لري او که چېرته په دغه لوبو کې څو لوبې وګټي نو نړیوال جام ته یې د تګ خبره پخېږي.

جمهوخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي