۰

افغانستان او زمبابوې نن وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه کوي

سی شنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۱
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ به د ۲۰ اوریزه سالیو د لړۍ وروستۍ لوبه نن تر سره شي.
افغانستان او زمبابوې نن وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه کوي
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ به د ۲۰ اوریزه سالیو د لړۍ وروستۍ لوبه نن تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه د زمبابوې په کوربتوب په هرارې لوبغالي کې د افغانستان په وخت ۳:۳۰ بجې پیلېدونکې ده.

افغان لوبډله وایي، دوی دغه لوبې ته پوره چمتوالی نیولی او هڅه کوي، چې دا لوبه هم په خپل نوم کړي.

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې د دغه سریز یا لوبلړۍ اوله او دویمه لوبه هم له زمبابوې ګټلې ده.

که چېرته نن هم افغانستان بریالی شي نو دا به د پنځوس اوریزه په څېر د ۲۰ اوریزه لوبلړۍ هم درې صفر له زمبابوې وګټي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي