۰

کرکټ: افغانستان له زمبابوې د ۲۰ اوریزه لوبو سریز هم وګاټه

چهارشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۲
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ هم درې صفر وګټله او د دغه سریز جام یې په خپل نوم کړ.
کرکټ: افغانستان له زمبابوې د ۲۰ اوریزه لوبو سریز هم وګاټه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه لوبو لوبلړۍ هم درې صفر وګټله او د دغه سریز جام یې په خپل نوم کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې درېیمه یا وروستۍ لوبه پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۴ مه د زمبابوې هرارې لوبغاړي کې تر سره شوه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړي یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۱۲۶ منډو هدف سیالې لوبډلې ته وټاکه.

په لومړي سر او تېرو دوه لوبو ته نغوتې داسې انګېرل کېده، چې دا لوبه به زمبابوې لوبډله په اسانۍ سره وګټي، خو د افغان توپ اچوونکو په تېره بیا د ځوان او نوي لوبغاړي نور احمد الکڼوال او شرف الدین شرف ښې توپ اچونې د زمبابوې توپوهنې مخه ونیوله او یو په بل پسې یې لوبغاړي اوټ شول.

زمبابوې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۰ منډې وکړې او افغان لوبډلې ترې دا لوبلړۍ هم درې صفر وګټله.

په توپ اچونه کې نور احمد لکڼوال چې دا یې په ملي ټیم کې لومړۍ نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه وه، په څلورو اورونو کې ۱۰ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

دغه راز شرف الدین اشرف بیا دوه او راشد خان او فضل الحق فاروقي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د یادونې ده، چې تر دې ۲۰ اوریز سریز څو ورځې وړاندې افغان لوبډلې له زمبابوې لوبډلې د پنځوس اوریزه لوبو لړۍ چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره خورا مهمه وه، هم درې صفر وګټله او ځان یې نړیوال جام ته یو قدم هم ورمخکې کړ.

افغان لوبډله به له زمبابوې کابل ته راځي او د داخلي شپږیزې په لیک کې به لوبېږي او تر هغې وروسته په راتلونکې اګست میاشت کې له ایرلنډ سره پنځه ۲۰ اوریزه لوبې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي