ورلډ پولټيک رېویو:

د افغانستان د اوسني وضعیت مسووله امریکا ده

28 جوزا 1401 ساعت 8:30

ورلډ پولټیک رېویو نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا په ناروا توګه د افغانانو میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده او دغه هېواد یې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان کړی دی.


ورلډ پولټیک رېویو نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا په ناروا توګه د افغانانو میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده او دغه هېواد یې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په مقاله کې ویل شوي، د افغانستان د اوسني اقتصادي ناورین مسووله امریکا ده او دغه هېواد باید د افغانانو کنګل کړې شتمني ورپرېږدي.

دغه نشریې ته د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ویلي چې دوی د بېوزله افغانانو شتمني نه غواړي او امریکايي حکومت یې باید ژر تر ژره آزاده کړي.

دوی همدارز ویلي، چې دا شتمني باید میاشتې وړاندې د افغانانو د ژغورلو لپاره آزاده شوې وی.

په مقاله کې هم ویل شوي، چې د شتمنۍ د کنګل دوام به د نړۍ او افغانستان لپاره معکوسې پایلې ولري چې مسوولیت به یې پر امریکا وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151609

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151609/

جمهور
  https://www.jomhornews.com