مارکس پوتزل افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال استازی شو

28 جوزا 1401 ساعت 8:35

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د افغانستان لپاره نوی مرستیال ځانګړی استازی معرفي کړی دی.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د افغانستان لپاره نوی مرستیال ځانګړی استازی معرفي کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان لپاره د آلمان اوسنی ځانګړی استازی مارکس پوتزل، د انتونیو ګوتریش له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

نوموړی به له دې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسي استازولۍ کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

پوتزل داسې مهال په دې دنده ګومارل کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اوسنۍ استازې دیبورا لاینز کاري موده پای ته رسېدلې ده.

بلخوا پوتزل بیا کلونه په ديپلوماتیکه برخه کې کار کړی دی، په افغانستان کې د آلمان سفیر و، اوس د المان ځانګړی استازی دی او په ادبیاتو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري، چې په انګلیسي، آلماني او فارسي ژبه روانې خبرې کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151610

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com