برېتانیا له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده

28 جوزا 1401 ساعت 8:42

د بشري حقونو په برخه کې د بريتانيا استازې ریتا فرينچ ويلي، هيواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ننګونو په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنمن دی.


د بشري حقونو په برخه کې د بريتانيا استازې ریتا فرينچ ويلي، هيواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ننګونو په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنمن دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ریتا فرينچ د بشري حقونو شورا ته په وینا کې ويلي دي چې افغانان د امن ژوند حق لري او د بشري حقونو د سرغړونو پېښو د څیړلو غوښتنه کوي.

په ژنيو کې د بریتانیا دغه استازې وایي، له افغانانو سره به یې لاسنیوی او مرستې دوام ولري او بریتانیا سږ کال ۲۸۶ میلیونه پونډه ژمنه کړې، چې د لومړنیو بشري اړتیاو سره مرسته وکړي چې د ژوند ژغورنې په دې مرسته کې ښځې مهم رول لري.

دغې بریتانوۍ استازې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځیو ښوونځیو د بندېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونو یې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151611

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151611/

جمهور
  https://www.jomhornews.com