د افغانستان او ابوظبۍ د سوداګرۍ خونو د اړیکو په اړه خبرې شوې دي

28 جوزا 1401 ساعت 8:45

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مشر او د اماراتو د ابوظبۍ سوداګرۍ خونې افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مشر او د اماراتو د ابوظبۍ سوداګرۍ خونې افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اماراتو رسنیو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې یا یو این ډي پي، مشر عبدالله الدرداري د ابوظبۍ د سوداګرۍ خونې مشر محمد هلال المهیري او مرستیال هلال محمد ال حمیلي سره ولیدل.

په راپور کې ویل شوي، دواړو لوریو افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو او په دې برخه کې پر نویو اړیکو جوړولو خبرې وکړې.

د ابوظبۍ د سوداګرۍ خونې مشر المهیري ویلي، چمتو دي چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په برخه کې هر ممکنه مرسته او همکاي وکړي.

هغه زیاته کړې، چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره باید داډول ناستې او غونډې ډیرې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151612

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151612/

جمهور
  https://www.jomhornews.com