دېبورا لاینز: تر ټولو غوره لار له طالبانو سره تعامل دی

28 جوزا 1401 ساعت 10:13

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز ویلي، په افغانستان کې تر ټولو غوره لار سیاسي ښکېلتیا او له طالبانو سره تعامل دی.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز ویلي، په افغانستان کې تر ټولو غوره لار سیاسي ښکېلتیا او له طالبانو سره تعامل دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز چې افغانستان کې یې کاري موده پای ته رسېدلې په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، زړه یې ډېر درد کوي، چې افغان خویندې په اوسني حالت کې پرېږدي.
 
نوموړي زیاته کړې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما دې پایلې ته ورسېده چې د ښځو د حقونو، د رسنیو دازادۍ او د ټولشموله سیاسي استازیتوب په تړاو د طالبانو له سخت دریځه کړنلارو سره سره د پرمختګ یوازینۍ لار سیاسي ښکېلتیا ده. 
 
مېرمن لاینز ټینګار کړی، چې د ستونزو هوارولو لپاره داسې ښکېلتیا اړینه ده چې واکمنو چارواکو ته وښيي چې یو داسې نظام چې ښځې، لږکي او په کار پوه کسان په کې نه وي، دوام نه شي کولای.

دا وايي، په عین وخت کې ممکنه ده چې یو داسې سیاست رامنځته شي چې هم ټول ګډونه او هم اسلامي وي.
 
مېرمن لاینز ویلي، ملګرو ملتونه د اخلاقي مسؤولیت  له مخې افغانستان کې پاتې شول اود پاتې کېدو بل دلیل، اړو خلکو ته د بشري مرستو رسول و او بل دا چې د دې په وینا افغانستان نړیوالې ټولنې ته مهم دی او هېرولی یې نه شي. 
 
هغې زیاته کړې، د دندې د پيل پرمهال یې فکر نه کاوه چې افغانستان به داسې یوه وضعیت کې پرېږدي لکه اوس چې دی.
 
د ښځو د کار او د نجونو د زدکړو په اړه مېرمن لاینز ویلي د هغو ملیونونو افغان نجونو له امله یې زړه ډېر درد کړی چې د زدکړې له حقه بې برخې شوې او هغو مېرمنو له امله یې هم زړه ځورېدلی چې د کار وړتیا لري، خو په کور ناستې دي.
 
دا وايي، ملګري ملتونه به افغانستان کې پاتې وي چې له نږدې وضعیت وڅاري او د طالبانو له چارسمبالې ادارې سره د افغانانو او نړیوالې ټولنې د اړیکو لپاره د یوه باور وړ لوري رول ولوبوي.
 
افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور به د آغلی لاینز په وینا داسې سمبول وي چې وښيي نړۍ به بیا افغانستان هېر نه کړي.
 
نوموړې دا هم ویلي، ملګرو ملتونو هڅه وکړه چې د دوحې د سولې بهیر بریالی او جمهوري نظام پاتې شي.
 
دا زیاتوي د دې موخې لپاره نړیوالې مرستې هم ترلاسه شوې او ملګرو ملتونو هڅه کوله لنډمهال حکومت رامنځته شي چې طالبان هم په کې برخه ولري، خو داسې و نه شول.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151625

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151625/

جمهور
  https://www.jomhornews.com