د هندونو پر معبد برید د بریګرو په لمنځه وړلو پای ته ورسېد

28 جوزا 1401 ساعت 11:52

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د هنداوانو پر معبد وسله وال برید د څو ساعتونو جګړې په کولو سره پای ته رسېدلی دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د هنداوانو پر معبد وسله وال برید د څو ساعتونو جګړې په کولو سره پای ته رسېدلی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل کارته پروان سیمه کې نن شنبې د غبرګولي ۲۸ مه سهار شپږنیمې بجې لومړی څو چاودنې او وروسته وسله وال برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپله ټوېټر پاڼه تایید کړې وه، چې څو ته برېدګر دغه معبد ته ننوتي او په جګړه بوخت دي.

هغه د برید له پای ته رسېدو سره سم خبریالانو ته ویلي، چې برید د بریګرو په لمنځه وړلو پای ته رسېدلی خو دا یې نه دي ویلي، چې بریدګر څو تنه و.

ټکور وايي، په دغه برید کې یو امنیتی سرتېری او یو اهل هنود وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې دوه تنه اهنل هنود دي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو وايي سیمه کې پلټنې روانې دي.
 
تر اوسه د دغه برید مسوولیت هم کومې ډلې تر اوسه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151632

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151632/

جمهور
  https://www.jomhornews.com