ایرواېشیا رېویو:

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته

29 جوزا 1401 ساعت 8:35

ایرو ایشیا رېويو په یوه تازه تحلیل کې ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی.


ایرو ایشیا رېويو په یوه تازه تحلیل کې ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، که افغانستان او پاکستان په خپلو کې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي نو د دواړو په ګټه دي.

تحلیل کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په صادقانه فضا کې د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی او که چېرته عملي ګامونه اوچت شي نو نه یوازې په لنډ مهال کې بلکې په اوږدمهال کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي وده رامنځ ته کولی شي.

دغه ډول تحلیلونه داسې مهال خپرېږي چې پاکستاني لوري تل په سوداګریزه برخه کې افغان لوري ته ستونزې جوړې کړي دي او په دې برخه کې یې اقدامات تر ډېره صادقانه نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151653

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com