د افغان حکومت په رسمیت پېژندلو کې تر ټول ستر خنډ امریکا ده

29 جوزا 1401 ساعت 9:16

افغان حکومت وایي د رسمیت پېژندلو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ امریکا دی.


افغان حکومت وایي د رسمیت پېژندلو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ امریکا دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې ویلي چې د رسمیت پېژندلو په لار کې خنډ د دوی سیاستونه نه، بلکې د امریکا بې پروايي ده.

نوموړي زیاته کړې، امریکا نه پخپله د رسمیت پيژندلو لپاره ګام اوچتوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

مجاهد زیاته کړې چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې نور د افغانانو حکومت په رسمیت وپېژني.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې حکومت یې پیاوړی دی، د امنیت په تامین بریالي شوي دي او د ولس ملاتړ له ځان سره لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151655

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151655/

جمهور
  https://www.jomhornews.com