ننګرهار کې د پوهنتون استاد چې غلو په چاقوګانو وهلی و ومړ

29 جوزا 1401 ساعت 11:30

ننګرهار کې د یوه خصوصي پوهنتون یو استاد نعمت الله ولي چې څو ورځې غلو په چاقوګانو وهلی و په روغتون کې ساه ورکړې ده.


ننګرهار کې د یوه خصوصي پوهنتون یو استاد نعمت الله ولي چې څو ورځې غلو په چاقوګانو وهلی و په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه استاد چې پرون له الفلاح پوهنتون څخه وتلی و، په لار کې غلو د موبایل پر سر په چاقوګانو وهلی او ډزې یې پرې کړې وې.

استاد نعمت الله ولي وروسته روغتون ته وړل شوی و، چې نن یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

عیني شاهدان وايي، غله له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه سیمه ییزه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com