ملګرو ملتونو او امریکا په افغان ګډوالو خبرې کړې دي

29 جوزا 1401 ساعت 11:34

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د امریکا له نوي سفیر سره کتلي دي.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د امریکا له نوي سفیر سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې د افغان کډوالو پر وضعیت او راتلونکې بحثونه شوي دي.

امریکايي لوري ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې وکړی شي شته ستونزې تر یوې کچې راکمې کړي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې امریکا یې تر ټولو ستر همکار او ملاتړی هېواد دی او له دوی سره خبرې ګټورې او اغېزناکې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151673

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151673/

جمهور
  https://www.jomhornews.com