ملګرو ملتونو کابل او کندوز کې وروستي بریدونه غندلي

29 جوزا 1401 ساعت 11:38

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنېټ په کندوز کې د صوفیانو پر جومت او په کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای برید په کلکو ټکو غندلی او په اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بنټ ویلي، هر انسان حق لري چې خپل مذهبي مراسم په خوندي فضا کې ترسره کړي او په خبره یې پر لږکیو مذهبي ټولنو برید بشر ضد جنایت دی.

ملګرو ملتونو د دواړو بریدونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده او تمه لري چې مسوولین یې ژر تر ژره محاکمې ته راکش کړل شي.

د یادونې ده، چې پرون په کابل کې د هندوانو پر یوه معبد ډلیز وسله وال برید وشو، چې د چارواکو په وینا دوه تنه په کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
د مطلب کود: 151674

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151674/

جمهور
  https://www.jomhornews.com