د هند په نوي ډیلي کې د سېکانو د ګوردوارو یا عبادتځای د تنظیم کمېټې له افغان سېکانو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېټې پرون د هند حکومت ته یو یادښت وسپاره او په هغه کې یې له هغو افغان سېکانو سره د بېړنۍ همکارۍ غوښتنه کړې، چې پرون په کابل کې د حملې پر مهال ټپیان شوي دي.
د دې کمېټې مشر هرمیت سنګ کالکا ویلي، حکومت باید د هغو وګړو سمه درملنه یقیني کړي، چې په پرونۍ پېښه کې ټپیان شوي او هند ته دې د هغو سېکانو لېږدول تنظیم کړي، چې غواړي هلته لاړ شي.
د یادونېد ه، چې وسله والو پرون سهار وختي د کابل په کارته پروان کې د سېکانو پر ګوردواره یا عبادتځای حمله تر یوې چاودنې وروسته پیل کړه، چې له سیمې د څو ساعتونو لپاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې یو د طالبانو امنیتي کس او بل د سوندر سنګ په نوم افغان شامل و.
د دغه برید مسوولیت داعش اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل