هند له ۱۰۰ زیاتو افغان هندوانو او سیکانو ته وېزې ورکړې

29 جوزا 1401 ساعت 11:51

هندي رسنۍ وايي، حکومت یې د کابل په کارته‌ پروان کې د افغان اهل‌هنودو پر یوه معبد له برید وروسته، تېره شپه ناوخته له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته برښنايي ویزي ورکړې دي.


هندي رسنۍ وايي، حکومت یې د کابل په کارته‌ پروان کې د افغان اهل‌هنودو پر یوه معبد له برید وروسته، تېره شپه ناوخته له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته برښنايي ویزي ورکړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبر ایشین نیوز انټرنېشنل رسنۍ نن یکشنبې د غبرګولي ۲۹ مه د هند په کورنیو چارو وزارت کې د چارواکو له قوله خپور کړی دى.

په ورته وخت کې ګڼو هندي خبریالانو هم دا خبر تایید کړی او په خپلو رسمي ټویټرپاڼو یې خپور کړی دی.

خو د هند حکومت رسماً په دې اړه کومه تبصره نه ‌ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند په نوي ډیلي کې د سېکانو د ګوردوارو یا عبادت‌ځای د تنظیم کمېټې پرون له افغان سېکانو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د هند له حکومت یې وغوښتل چې له ټپي شویو سکانو سره بېړنۍ مرسته وکړي.
 
د یادونې ده، چې پرون کابل کې د هندوانو پر یوه ګورداوره ډلیز وسله والو برید وشو، چې د چارواکو په وینا دوه تنه په کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت داعش اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com