کابل کې د افغان پانګې په نوم یو لوی شرکت جوړېږي

29 جوزا 1401 ساعت 13:20

د افغانستان د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په کابل کې د افغان پانګې په نوم د یوه لوی شرکت د جوړېدو پرانسته وکړه.


د افغانستان د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په کابل کې د افغان پانګې په نوم د یوه لوی شرکت د جوړېدو پرانسته وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان پانګې شرکت پرانسته نن یکشنبې د غبرګولي ۲۹ مه د افغان د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا وشوه.

ارګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې په دغه لوی شرکت کې تر اوسه پورې ۱۳ پانګوالو د ۲۵۰ میلیون ډالرو په اندازه پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د افغان اینوېسټ یا افغان پانګې شرکت چې مسوولیت یې محدود دی د کانونو، ساختماني، انرژۍ او کرنې په برخو کې به پانګونې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151681

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com