برېتانیا: افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوو

30 جوزا 1401 ساعت 8:55

برېټانیا ویلي په افغانستان کې د اوسني حکومت پر ضد د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او د تاوتریخوالي له لاري سیاسي موخو ته رسېدل غندي.


برېټانیا ویلي په افغانستان کې د اوسني حکومت پر ضد د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او د تاوتریخوالي له لاري سیاسي موخو ته رسېدل غندي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره کابل کې د برېټانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شورتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او په خبره یې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي.

دغه راز هغه ټینګار کړي، چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د برېټانیا خاوره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پلان کولو او یا نورې مرستې لپاره وکاروي.

برېټانیا پر نورو هېوادونو هم غږ کړی دی چې دغه ډول فعالیتونو او حرکتونو ته دې د خپلې خاورې د کارونې اجازه نه ورکوي.

برېټانیا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او په دغه هېواد کې هر ډول تاوتریخوالی او وسله والې جګړې په کلکو ټکو غندي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151702

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151702/

جمهور
  https://www.jomhornews.com