امریکايي او اروپايي استازو پر افغانستان خبرې کړې دي

30 جوزا 1401 ساعت 9:09

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اروپايي ټولنې سفیر وون برنټ سره کتلي.


د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اروپايي ټولنې سفیر وون برنټ سره کتلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وون برنټ د دې لیدنې په اړه چې په دوحه کې شوې په خپل ټوېټر لنډ بیان ورکړی.

هغه ویلي له اغلې امیري سره یې په دې باندې ګډ تفاهم درلود چې په افغانستان کې کثرت ګرایي یا څو رنګۍ او د ټولو افغانانو د استازولۍ په برخه کې لا ډېر مشارکت ته اړتیا ده.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151706

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151706/

جمهور
  https://www.jomhornews.com