د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د برېتانیا د هغه دریځ هرکلی کړی، چې ویلي یې دي دوی په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت او تاوتریخوالي ملاتړ نه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د انګلستان د دې درځی چې د افغان حکومت د وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوي او له اسلامي امارت سره تعامل ته ترجیح ورکوي. ستايي.
سرچینې زیاته کړې، د دې حقیقت درک کول د قدر وړ دي چي په افغانستان کې سوله او ثبات او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل د سيمې او نړۍ په ګټه دی.
د یادونې ده، چې کابل کې د برېتانیا سفارت شارژدافیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت او تاوریخوالي ملاتړ نه کوي.
کابل کې د برېټانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شورتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی د تاوتریخوالي له لاري سیاسي موخو ته رسېدل غندي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او په خبره یې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي.
دغه راز هغه ټینګار کړي، چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د برېټانیا خاوره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پلان کولو او یا نورې مرستې لپاره وکاروي.
برېټانیا پر نورو هېوادونو هم غږ کړی دی چې دغه ډول فعالیتونو او حرکتونو ته دې د خپلې خاورې د کارونې اجازه نه ورکوي.
برېټانیا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوي او په دغه هېواد کې هر ډول تاوتریخوالی او وسله والې جګړې په کلکو ټکو غندي.
جمهورخبري آژانس:کابل