د ملا برادر او کاملوف لیدنه: د رېل پټلۍ او برېښنا د نیمګړو پروژ کار باید پیل شي

30 جوزا 1401 ساعت 10:08

د افغانستان د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیزکاملوف او ورسره پلاوی سره لیدلي.


د افغانستان د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیزکاملوف او ورسره پلاوی سره لیدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي برادر او ښاغلي کاملوف لیدنه پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۹ مه په چهارچنار ماڼۍ کې شوې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزه اړیکو، له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا، لویو اقتصادي پروژو پر ژر پیل او ګډو همکاریو خبرې وشوې.

سرچینې د ښاغلي کاملوف له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو نوی څپرکی پرانستل شوی دی.

هغه ویلي، خوښ دی، چې د دغو اړیکو له مخې د افغانستان پر اقتصادي بیارغونه او د اقتصادي سیستم پر پياوړي کولو په ګډه خبرې کېږي.

په ورته وخت کې ملا عبد الغني ویلي، ازبکستان دې ژر تر ژره د ترمز- کابل – مزارشریف - پېښور رېل پټلۍ په ګډون د برښنا او هوايي چلند په برخو کې د نیمګړو پروژو کارونه بشپړ کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پياوړتیا ټینګار وکړ او د لا پراختیا هیله یې وښوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151713

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151713/

جمهور
  https://www.jomhornews.com