ازبکستان د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي

30 جوزا 1401 ساعت 10:10

د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف وايي، هېواد به یې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.


د ازبکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف وايي، هېواد به یې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کاملوف دغه څرګندونې پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۹ مه کابل کې د افغانستان د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره په لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي کاملوف ویلي، تاشکند راتلونکې جولای میاشت کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي، چې د اسلامي امارت لوړ رتبه استازي ته هم پکې د ګډون بلنه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو نوی څپرکی پرانستل شوی دی.

په ورته وخت کې ملا عبدالغني برادر د تاشکند له لوري د جوړېدونکي نړیوال کنفرانس هرکلی وکړ او دایې د روابطو د رامنځته کولو له پاره مثبت ګام وباله.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پياوړتیا ټینګار وکړ او د لا پراختیا هیله یې وښوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151714

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151714/

جمهور
  https://www.jomhornews.com