د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه یو پلاوي د هندو او سیکهـ هېوادوالو سره د خواخوږۍ په موخه ورغلی او ورسره لیدلي یې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی په کابل کې د هندو او سیکهـ هېوادوالو پر درمسال وروستي برید ته په اشارې ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.
پلاوي ویلي چې دا ډول بزدلانه برید د دې ښکارندوي کوي، چې دښمن د افغانانو له ملي یووالي وېره لري.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي دغه راز څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي او په هېڅ صورت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو د یووالي په لار کې خنډ وګرځي.
د یادونې ده، چې د کابل په کارته پروان سیمه کې د تېرې شنبې په ورځ ورځ د هندو هېوادوالو په یوه معبد ډلیز وسله وال برید وشو، چې په کې دوه تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل