اسلامي امارت افغان سیکهانو ته:د سر او مال ساتنې ته مو ژمن یو

30 جوزا 1401 ساعت 11:05

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه یو پلاوي د هندو او سیکهـ هېوادوالو سره د خواخوږۍ په موخه ورغلی او ورسره لیدلي یې دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه یو پلاوي د هندو او سیکهـ هېوادوالو سره د خواخوږۍ په موخه ورغلی او ورسره لیدلي یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی په کابل کې د هندو او سیکهـ هېوادوالو پر درمسال وروستي برید ته په اشارې ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.

پلاوي ویلي چې دا ډول بزدلانه برید د دې ښکارندوي کوي، چې دښمن د افغانانو له ملي یووالي وېره لري.

د کورنیو چارو وزارت پلاوي دغه راز څرګنده کړې، چې د  اسلامي امارت ځواکونه د دې خاورې د هر وګړي ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي او په هېڅ صورت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو د یووالي په لار کې خنډ وګرځي.

د یادونې ده، چې د کابل په کارته پروان سیمه کې د تېرې شنبې په ورځ ورځ د هندو هېوادوالو په یوه معبد ډلیز وسله وال برید وشو، چې په کې دوه تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151720

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151720/

جمهور
  https://www.jomhornews.com