ننګرهار کې چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

30 جوزا 1401 ساعت 11:42

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې په یوه موټر د چسپکي ماین په چاودنه کې د پنځو طالب سرتېرو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې په یوه موټر د چسپکي ماین په چاودنه کې د پنځو طالب سرتېرو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د غبرګولي ۳۰ مه سهار شاوخوا ۹ بجې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګربازار کې شوې ده.

د غني خيلو ولسوال مولوي صدیق الله رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د ولسوالۍ د روغتیا برخې د مدیر په موټر د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

که څه هم نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري حنیف رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو طالب سرتېرو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
 
تر اوسه هېڅ کومې ډلې هم د یادې چاودنو مسولیت په غاړه اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړم ماښام کابل کې هم یوې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې دوه وژل شوي او دوه ټپیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 151721

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151721/

جمهور
  https://www.jomhornews.com