د ملګروملتونو عمومي منشي نیویارک کې له افغان کډوالو سره کتلي

30 جوزا 1401 ساعت 13:37

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت په نيويارک کې له افغان کډوالو سره کتلي دي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت په نيويارک کې له افغان کډوالو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګوتيرش پر ټويټر ليکلي چې افغان او عراقي کډوالو د ميليونونو نورو کډوالو په څېر خپلو مېشتځايونو ته رنګارنګي او غني کلتورونو ور وړي دي.

نوموړي له کډوالو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې په يوه ټويټ کې ويلي چې په ميليونونو افغان کډوال او کورني بېځايه شوي مرستو ته اړتيا لري.

دغه ادارې زیاته کړې، دوی ټولو ته د مرستو د رسولو لپاه د بودجې له ۶۸ سلنې کمښت سره مخ دي.

د یادونې ده، چې د جون شلمه يا د کډوالو نړيواله ورځ سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف په يوه راپور کې د نږدې ۴۰ ميليونه ماشومانو د کډوالۍ خبر ورکړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151725

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151725/

جمهور
  https://www.jomhornews.com