افغانستان له ایران سره پر کډوالو او اړیکو خبرې کړې دي

31 جوزا 1401 ساعت 8:47

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له ایراني دیپلوماتانو سره د افغان کډوالو او دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له ایراني دیپلوماتانو سره د افغان کډوالو او دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبرې پرون دوشنبې د غبرګولي ۳۰ مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی او کابل کې د ایران د اسفیر بهادر امینیان تر منځ شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي په دې لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی چې خپلمنځي اړیکې به پراخوي او د پياوړتیا لپاره به یې کار کوي.

دغه راز دواړو لورو د نشه یي توکو د کښت او قاچاق پر ضد پر مبارزه هم خبرې کړې او ایراني لوري ویلي چې د افغان حکومت له وروستي فرمان هرکلی کوي او تیار دي چې له افغان بزګرانو سره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې همکاري وکړي.

افغان لوري همدا راز له ایراني سفیر غوښتي چې افغانانو ته د قانوني وېزو د ورکړو بهیر پراخ کړي او تر څنګ یې په دغه هېواد کې پر مېشتو کډوالو له فشارونو لاس واخلي. ایراني لوري په دې برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com