امریکا د افغان پوځ ځينې الوتکې تاجکستان ته ورکوي

31 جوزا 1401 ساعت 8:57

رویټرز په یوه راپور کې وایي په وروستیو ورځو کې د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي پلاوي تاجکستان ته سفر کړی و او هلته یې له تاجکستاني چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.


رویټرز په یوه راپور کې وایي په وروستیو ورځو کې د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي پلاوي تاجکستان ته سفر کړی و او هلته یې له تاجکستاني چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي پوځي جنرال مایکل کوریلا ویلي دوی له تاجکستاني امنیتي ادارو مننه کوي چې د افغان پوځ الوتکې یې ساتلې دي.

رویټزر د دغه امریکايي جنرال له قوله لیکلي چې دوی تاجکستان ته د دې الوتکو د یوې برخې او یا ټولو الوتکو پر سپارلو غور کوي.

نوموړي زیاته کړې دا الوتکې به هېڅ وخت بېرته افغانستان ته ونه سپاري، بلکې تاجکستان ته به اجازه ورکړي چې ساتنه یې وکړي او ګټه ترې پورته کړي.

په دې سفر کې د تاجکستان او امریکا ترمنځ پر نورو دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې شوې دي.

امریکا داسې مهال دغه پرېکړه کوي چې دا الوتکې افغان پوځ ته ورکړل شوې وې، خو تېر اګسټ کې ځینو افغان پيلوټانو له ځان سره تاجکستان ته بېولي دي او نوي حکومت یې د بېرته راګرځولو غوښتنه څو څو ځله کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151745

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151745/

جمهور
  https://www.jomhornews.com