د اسلامي امارت مشر سوداګرو او پانګوالو ته!

موږ مو ملاتړ کوو د هېواد د اقتصاد برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي

31 جوزا 1401 ساعت 11:31

د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د هېواد په کچه د سترو سوداګرو، صنعت کارانو، پانګوالو، د سوداګرۍ او پانګونې، صنایع او معدنونو خونو له کډ پلاوی سره کتلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د هېواد په کچه د سترو سوداګرو، صنعت کارانو، پانګوالو، د سوداګرۍ او پانګونې، صنایع او معدنونو خونو له کډ پلاوی سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اخندزاده هغوی ته ویلي، چې اسلامي امارت تل د سوداګرو صنعت‌کارانو او پانګه ‌والو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم ځانګړې پاملرنه ورته کوي.

د اسلامي امارت مشر له یاد پلاوي غوښتي، چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کي رغنده ګامونه واخلي او هېواد کې د ننه پانګونه زیاته کړي، تر څو خلکو ته په ښه ډول کاري زمینه برابره شي.

شیخ هبت الله اخندزاده ټول سوداګر، صنعت‌کاران او پانګه ‌وال د هېواد اقتصادي ځواکونه یاد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151757

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151757/

جمهور
  https://www.jomhornews.com