متقي:

ټول افغانان حق لري، خپل هېواد کې آزاد او د عزت ژوند وکړي

31 جوزا 1401 ساعت 11:54

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هېواد ته د ځینو راستنو شویو افغان شخصیتونو سره لیدلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هېواد ته د ځینو راستنو شویو افغان شخصیتونو سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه لیدنه کې ښاغلي متقي هېواد ته د شخصیتونو پر بېرته راستنېدو خوښي وښوده.

ښاغلي متقي ویلي، د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د افغانانو د خپل اختیار درلودونکی حکومت دی او هر څوک حق لري، چې ازاد او د عزت ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړې ده اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان د نظام او د هېواد جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي.

امیر خان متقي  وايي، د اسلامي امارت مشرتابه تماس کمېسیون ته هدایت کړی، چې هېواد ته د راغوښتونکو کسانو امنیت ته پاملرنه وکړي او خپلې ژمنې ورسره عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151760

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151760/

جمهور
  https://www.jomhornews.com