کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ

31 جوزا 1401 ساعت 12:10

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیک سیالیو جدول اعلان کړ، چې په کې به اته لوبډلې یو له بل سره ولوېږي.


د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیک سیالیو جدول اعلان کړ، چې په کې به اته لوبډلې یو له بل سره ولوېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ وايي، د شپږیزې لیګ لوبې به د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۸ مه پیل او د اګست تر ۵ مې به دوام ولري.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د سیالیو جدول ښه برابر شوی او ټول مهم ټکي په کې په پام کې نیول شوي دي.

هوتګ په دې اړه چې ایا په دغه لیګ کې به بهرني لوبغاړي هم ولوبېږي او که نه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې، چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د کابل د عقابانو او د مس عینک د ټیمونو ترمنځ وشي.

کرکټ بورډ پر داسې مهال د دغه لیګ سیالیو جدول اعلانوي، چې د بوست ساتونکو لوبډلې له مخکني څښتن څخه دغه امتیاز اخستل شوی او تر اوسه پورې بل څوک نه دي ورته پیدا شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151763

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151763/

جمهور
  https://www.jomhornews.com