د افغان حکومت کابینې د پکتیکا او خوست زلزلې ځپلو سره د مرستې په هدف ارګ کې بېړنې غونډه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه و ویل، چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه کې له زلزله ځپلو سره د خواخوږي ترڅنګ ټولو اړونده ارګانونوته دنده سپارل شوې چې د زلزله ځپلو سیمې ته عاجل ټیمونه ولیږي.
مجاهد وايي، همدارنګه له شهیدانو او زخمیانوسره د نغدي مرستو او تداوي لپاره هم تدابیر ونیول شول.
د هغه په وینا د دې تر څنګ لارښونه وشوه چې د غذایې موادو، البسې، درملو او نورو اړینو توکو د رسولو او زخمیانو د انتقال لپاره دي د هوایې او زمیني ترانسپورت څخه کار واخستل شي.
د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تبیرې شپې زلزلې له امله د لومړنیو معلوماتو په اساس ۲۹۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د دفاع وزارت وايي، پکتیکا ولایت ته د طبي ټيم او د لومړنيو مرستو ترڅنګ پوځي او ملکي روغتونونو ته د ټپيانو د لیږد او درملنې په موخه ۷ هلیکوپټرې هم استولي دي.
یاد وزارت ویلي چې د دی ژغورونکي ټېمونه سمې ته رسېدلي او روغتونونو ته یې د ټپیان د نتقال چارې پیل کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل