افغان سوداګر له زلزله ځپلو سره مرسته کوي

2 سرطان 1401 ساعت 10:00

یو شمېر افغان سوداګرو هم په پکتیکا او خوست ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې ژمنه کړې ده.


یو شمېر افغان سوداګرو هم په پکتیکا او خوست ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی دغه ژمنه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې کړې ده.

په دې لیدنه کې پر سوداګریزو مسایلو خبرې شوې دي او همدا راز له بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې د سوداګرو په چارو کې آسانتیا رامنځ ته کړي.

بلخوا امیرخان متقي پر افغان سوداګرو غږ کړی چې د وروستیو زلزلو له زیانمنو شوو کورنیو سره مرستې وکړي او د دوی لاسنیوی وکړي.

افغان سوداګرو ژمنه کړې چې دوی به تر خپلې وسې پورې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی کوي او بشردوستانه مرستو ته تیار دي.

پکتیکا او خوست کې د وړمې شپې د زلزلې له امله ۱۰۰۰ کسان شهیدان شوي او تر ۱۵۰۰ زیات تپیان شوي دي.

تر اوسه پورې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا، جرمني، سعودي عربستان، هند، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د مرستو اعلان او ژمنې کړې دي.

دغه راز یو شمېر افغان مرستندویه بنسټونو او خیریه ټولنو هم سیمې ته مرستې رسولې او یا هم په لاره دي.

افغان حکومت په بېړنۍ غونډه کې د هر شهید له کورنۍ سره د یو لک او له ټپي سره د ۵۰ زره افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

د کام ایر هوايي شرکت هم له زلزله ځپلو سره د ۱۰ میلیونه افغانیو او دوه زره بورۍ اوړو مرستې اعلان کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151823

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151823/

جمهور
  https://www.jomhornews.com