له زلزله ځپلو سره د قطر، ایران او پاکستان مرستې را ورسېدې

2 سرطان 1401 ساعت 10:14

افغان حکومت وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو ته د قطر، ایران او پاکستان مرستې هېواد ته را رسېدلې دي.


افغان حکومت وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو ته د قطر، ایران او پاکستان مرستې هېواد ته را رسېدلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سیمو لپاره د بشري مرستو دوه الوتکې له ایران او یوه الوتکه له قطر څخه هېواد ته را رسېدلې دي.

د مجاهد په خبره، دغه راز په هېواد کې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په لړ کې د پاکستان اته لارۍ بشري مرستې د ځمکې له لارې په پکتیکا  کې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

د دې تر څنګ، ملګرو ملتونو، اروپايي تولنې، امریکا، هند، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنه او اعلان کړی دی.

د یادونې ده، چې پکتیکا او خوست کې د وړمې شپې زلزلې ۱۰۰۰ کسان شهیدان کړي او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

افغان حکومت د هر شهید له کورنۍ سره د یو لک افغانیو او ټپي له کورنۍ سره د ۵۰ زره افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151826

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151826/

جمهور
  https://www.jomhornews.com