ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د وروستۍ زلزلې پراخوالی ښايي تر هغه څه ډېر زیات وي چې تر اوسه اټکل کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږوونکي رامز الاکبروف پرون ناوخته وویل، باور لري چې نږدې ۲ زره کورونه نړېدلي او د وسایلو نشتوالی د ژوندي پاتې کسانو د موندلو او ژغورلو د هڅو خنډ دی.
نوموړي له کابل څخه د وېډیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، د هغو کسانو چې تر اوسه یې مړی ژوندی معلوم نه دی، ښايي خورا ډېر وي.
الاکبراوف وايي، د افغان کورنیو د غړیو شمېر په متوسط ډول ۸ کسه دی، او ځینې وخت څو کورنۍ په یوه کور کې اوسي.
ده ویلي، د طالبانو حکومت زلزله ځپلو سیمو ته ۵۰ امبولانسونه او ۴ یا ۵ هیلي کوپترونه لېږلي او د یوه اندازه نغدو پیسو مرستې ورکولو ژمنه یې هم کړې ده.
د هغه په وینا ملګري ملتونه ځانګړي وسایل نه لري چې خلک له کنډوالو راوباسي، دا کار طالب چارواکي کوي خو هغوی هم په دې برخه کې محدودیتونه لري.
د یادونې ده، چې پکتیکا او خوست کې د وړمې شپې د زلزلې له امله ۱۰۶۶ کسان وژل شوي او تر ۱۵۴۰ زیات ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل