چین:

امریکا په نورو هېوادونو کې بې ګناه وګړي وژني

2 سرطان 1401 ساعت 12:13

ملګرو ملتونو کې د چین استازي امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو په سرغړونې تورنه کړې وایي، امریکا په نورو هېوادونو کې بې ګناه وګړي وژني.


ملګرو ملتونو کې د چین استازي امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو په سرغړونې تورنه کړې وایي، امریکا په نورو هېوادونو کې بې ګناه وګړي وژني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سین هوا اژانس وايي، د چین استازي د جون په ۲۲مه نېټه د بشري حقونو شورا د ۵۰مې ناستې په بهیر کې د غیر قضايي اعدامونو مسئلې له ځانګړي راپور کوونکي سره په ډیالوګ کې ویلي، چین د امریکې اړوند کړنې څاري.
 
د چین استازي زیاته کړې، چې په امریکا کې د پولیسو د زورزیاتي له امله ډېر کسان وژل کېږي او امريکايي ځواکونه بيا په بهرنيو هيوادونو کې پوځي عمليات کوي او بې له محدودیته د نورو هېوادونو بې ګناه وګړي وژني، خو د امريکا قضايي ادارې يې عاملينو ته هېڅ سزا نه ورکوي.
 
د چين استازي زياته کړې، چې د بشري حقونو شورا او یاد ځانګړی راپور کوونکی باید د اړوندو پېښو په اړه بشپړه او عادلانه پلټنه وکړي او امريکا دې مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151839

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151839/

جمهور
  https://www.jomhornews.com