د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو په اړه غونډه کوي

4 سرطان 1401 ساعت 9:21

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د آزادۍ د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړي.


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د آزادۍ د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو  شورا ویلي، غونډه کې به په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د ازادۍ مخ په خرابیدو وضعیت په اړه بحث وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا ویاند په ژنیو کې خبریالانو ته ویلي، د دې بحث غوښتنه پرون ناوخته فرانسې او اروپايي ټولنې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، تمه ده چې دا بحث د جولای په لومړۍ نېټه د دغې شورا د روانې ۵۰مې غونډې په ترڅ کې وشي.

د یادونې ده، چې نورو هیوادونو هم د پاریس او بروکسل له غوښتنې وروسته د هغه ملاتړ کړی دی.

فرانسې او اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیسیون رییس ته په یوه لیک کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د پام وړ خرابوالی د دې شورا بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com