چین: له افغانستان سره باید ډېرې مرستې وشي

4 سرطان 1401 ساعت 9:36

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره زیاتې مرستې وکړي.


په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره زیاتې مرستې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جون دغه څرګندونې د جون په ٢٣مه نېټه د افغان مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په علنۍ غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې وضعيت د تېر کال له اګست راهيسې په عمومي توګه ارام شوی او تاوتريخجنې شخړې پکې د پام وړ کمې شوې دي، خو بشري ستونزې يې ډېرې شوي او اقتصاد یې له سختو ننګونو سره مخ دی.

دی وايي، افغانستان لا هم د سولې او پرمختګ اوږده لاره په مخ کې لري او نړيواله ټولنه بايد افغانان هېر نه کړي او ډېرې مرستې دې ورسره وکړي.

 ده ویلي، لومړی، نړيواله ټولنه باید له افغانستان سره رغنده تماسونه ولري او د خپلواکې او اغیزمنې ملي حکومتولۍ په ترلاسه کولو کې دې د افغانستان ملاتړ وکړي.

دوهم، نړيواله ټولنه بايد افغانستان ته لا زياتې پانګې او سرچينې برابرې کړي، تر څو افغانان له اقتصادي ستونزو څخه خلاص شي.

نوموړي زیاته کړې، درېيم، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان په اړه مناسبه پالیسي پلې کړي او د افغانستان له سالم پرمختګ څخه دې ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جون ویلي، چين د افغانستان دوست ګاونډی دی او د دغه هېواد د سوله ييز او باثباته پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com