افغان حکومت:

په هند او نورو هېوادونو کې روزل شویو افغان پوځیانو ته دنده ورکوو

4 سرطان 1401 ساعت 9:43

د افغانستان د نوي حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي،  په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان پوځیان به په دندو وګوماري.


د افغانستان د نوي حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي،  په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان پوځیان به په دندو وګوماري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د یاد وزارت ویاند عبدالافع ټکور کړې او ویلي یې دی، چې په بهر کې روزل شوي افغان پوځیان د هېواد شتمني ده او دوی به یې په دنده ګماري.

نوموړي ویلي«په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کدري شتمني ده، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تیار دی چې یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق پر دندو وګوماري.»

د طالبانو حکومت په هند کې روزل شویو افغان پوځیانو ته په دولتي چوکاټ کې د دندو د ورکولو ژمنه داسې مهال کوي چې هند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله واستوله او په دې توګه یې په افغانستان کې خپل ډيپلوماتیک حضور یوځل بیا پیل کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151863

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151863/

جمهور
  https://www.jomhornews.com