د هند د سیکانو مذهبي مشر کابل کې د سیکانو ګورداور رغوي

4 سرطان 1401 ساعت 9:47

د هند د سېکانو مذهبي مشر جاتیدار بابا بالجیت سېنګ وايي، غواړي چې په کابل کې د سېکانو هغه ګوردواره ترمیم کړي چې تېره اوونۍ په یوه برید کې زیانمنه شوه.


د هند د سېکانو مذهبي مشر جاتیدار بابا بالجیت سېنګ وايي، غواړي چې په کابل کې د سېکانو هغه ګوردواره ترمیم کړي چې تېره اوونۍ په یوه برید کې زیانمنه شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بالجیت سېنګ د هند له حکومته غوښتي، چې کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکانات وسنجوي.

بالجیت سېنګ ویلي، که حکومت کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکان برابر کړي حاضر دي چې د کارته پروان ګوردواره بیاورغوي.

د یادونې ده، چې د کابل په کارته پروان کې د تېرې اوونۍ د شنبې د ورځې برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com